TOOSnews
اعلان
د طالبانو د حج وزیر: امریکا مو د ځانمرګو بریدونو له لارې ماته کړې.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د حج وزیر: امریکا مو د ځانمرګو بریدونو له لارې ماته کړې.

۲۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، نورمحمد ثاقب،په تازه څرګندونو کې ادعا کړې چې د دې ډلې ځواکونو د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو سره د امریکايي او ناټو ځواکونو پر وړاندې بریا ترلاسه کړه.

ثاقب د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۲مه، وویل چې له بهرنیو ځواکونو سره د جګړې پر مهال د طالبانو پوځي تجهیزات او امکانات د امریکايي ځواکونو او د هغوی د اروپايي متحدینو په پرتله ډېر محدود وو.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو ځواکونو د ځانمرګو بریدونو او پوځي عملیاتو له لارې د بهرنیو ځواکونو د وتلو زمینه برابره کړه.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په خپلو څرګندونو کې د دې ډلې ځانمرګي بریدونه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له اغېزمنو عواملو څخه وبلل؛ خو د دغو بریدونو د جزیاتو او له امله یې د اوښتو تلفاتو په اړه یې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو منتقدین واک ته د دې ډلې د بېرته رسېدو په اړه بل روایت لري. هغوی باور لري چې د اشرف غني احمدزي په مشرۍ د جمهوري نظام او په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو، د دوحې له سیاسي هوکړې وروسته، طالبانو ته د واک د بېرته تر لاسه کولو زمینه برابره شوه.

د دوحې د سولې هوکړه په ۱۳۹۸ کال کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه او له هغې وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو. په پای کې، طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې کابل او د افغانستان ډېری برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

طالبان خپل واک ته بېرته رسېدل د بهرنیو ځواکونو او پخواني حکومت پر وړاندې د کلونو مبارزې او جګړې پایله بولي؛ خو منتقدین یې بیا د سیاسي مذاکراتو او د دوحې د هوکړې رول د جمهوري نظام د سقوط او له هغې وروسته د رامنځته شوو تحولاتو په برخه کې مهم ګڼي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.