TOOSnews
اعلان
طالبانو په هرات كې د ٣٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د درملو فابريكه پرانيسته.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په هرات كې د ٣٠ ميليونه ډالرو په ارزښت د درملو فابريكه پرانيسته.

۲۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په هرات کې یې د شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د «دیم فارما» په نوم د درملو د تولید فابریکه پرانيستله.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۲مه، ویلي چې فابریکه د شاوخوا ۳۰۰ قلمه درملو د تولید ظرفیت لري او د کورنیو درملو د تولید، د باکیفیته درملو د برابرولو او پر وارداتي درملو د افغانستان د اتکا کمولو په موخه جوړه شوې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د فابریکې د دویم فاز د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه. دغه پړاو به د ۱۵ میلیونه ډالرو په پانګونې د زرقي درملو د تولید لپاره جوړ شي او په کال کې به د ۳۰ میلیونه امپولونو او ۲۵ میلیونه ویالونو د تولید ظرفیت ولري.
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي ویلي، چې د دې فابریکې په فعالیت سره به له بهرنیو هېوادونو څخه د درملو پر وارداتو تکیه کمه او افغانستان به د درملو په برخه کې پر ځان بسیا شي.
تر دې وړاندې په کندهار کې هم د میلیونونو ډالرو په ارزښت د درملو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوې وه؛ خو د دې ترڅنګ لا هم په افغانستان کې د معیاري درملو د کمښت په اړه اندېښنې مطرح دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.