د کونړ ولایت سیمهییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت د منورې ولسوالۍ یو ځوان د ځان وژنې له لارې خپل ژوند پای ته رسولی دی. د سرچینو په وینا، دا پېښه د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۷مه رامنځته شوې ده.
د سرچینو له مخې، دغه ځوان زاهد نومېده او د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و. تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
سیمهییزو سرچینو د دې اقدام لامل بېوزلي او بېکاري بللې ده. خو تر اوسه هېڅ رسمي سرچینې دا موضوع نه ده تایید کړې او طالبانو هم د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د خپرو شویو راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ځینو ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي. کارپوهان او اړوند بنسټونه اقتصادي ستونزې، بېکاري، رواني فشارونه او کورني تاوتریخوالي د داسې پېښو له مهمو عواملو څخه ګڼي.
همدارنګه، د بشري حقونو د بنسټونو او نړیوالو سازمانونو ځینې راپورونه او ارزونې ښيي چې ټولنیز او اقتصادي محدودیتونه هم د افغانستان د یو شمېر وګړو پر رواني روغتیا اغېز لرونکي عوامل دي. خو د هرې ځان وژنې د علت معلومول دقیقې او مستندې څېړنې ته اړتیا لري، او له کره شواهدو پرته نه شي کېدای چې د هغې لامل یوازې یوه ځانګړي عامل ته منسوب شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








