TOOSnews
اعلان
اسرائيلو ته له خبرداري وروسته د ايران وسله‌والو ځواکونو د عملياتو د درېدو اعلان کړی.
نړۍټوس نیوز

اسرائيلو ته له خبرداري وروسته د ايران وسله‌والو ځواکونو د عملياتو د درېدو اعلان کړی.

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د خاتم الانبیاء مرکزي قرارګاه اعلان کړی چې د اسرائیلو له خوا د بیروت په ضاحیه کې د بریدونو په غبرګون کې، د لبنان د ملاتړ په موخه «دردناک ځواب» اسرائیلو ته ورکړل شوی دی.

دې قرارګاه همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو د عملیاتو د درولو خبر ورکړی او اعلان یې کړی چې په اوسنیو شرایطو کې پوځي عملیات درول شوي دي.

په دې بیانیه کې ټینګار شوی چې که بریدونه او هغه څه چې «تېری» بلل شوی دوام ومومي، له هغې ډلې په جنوبي لبنان کې، نو د تېر په پرتله به سخت او پراخ اقدامات ترسره شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ ترینګلتیاوې، او همدارنګه د لبنان اړوند تحولات، لا هم د سیمې او نړیوالو پام ځان ته رااړوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.