TOOSnews
اعلان
سپاه: اردن كې مو د امريكا پر پوځي  اډه توغنديز بريد كړى.
نړۍټوس نیوز

سپاه: اردن كې مو د امريكا پر پوځي اډه توغنديز بريد كړى.

۱۲ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران او امریکا ترمنځ د تازه پوځي نښتو په دوام کې، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې سپاه پاسداران په اردن کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو توغندیز بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د اردن د «موفق السلطي» هوايي اډه هم په نښه شوې او د هېواد په ځینو سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران ویلي چې دغه بریدونه یې د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې کړي دي. په ورته مهال، امریکايي چارواکو ویلي چې د اردن پر امریکايي تاسیساتو د ایراني بریدونو له امله تر اوسه د امریکايي ځواکونو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

بلخوا، ایراني چارواکي وايي چې د امریکا په بریدونو کې د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ د کوهستانک سیمې یو استوګنیز کور، چې د واده مراسم پکې روان وو، لګېدلی دی. د هرمزګان د والي د امنیتي چارو مرستیال احمد نفیسي ویلي، په پېښه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

ایراني سرې میاشتې وروسته ویلي چې په دغه برید کې د وژل شویو کسانو شمېر څلورو ته لوړ شوی او له ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.