د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې څو ځله ځوابي بریدونه وکړي، واشنګټن به پرې لا سخت بریدونه وکړي او ښايي ایران د یوه هېواد په توګه خپل موجودیت له لاسه ورکړي.
ټرمپ «فاکس نیوز» سره په مرکه کې ویلي، که تهران د امریکا پر وړاندې غچ واخلي او دا کار څو ځله تکرار کړي، «نور به شتون ونه لري».
نوموړي د ایران حکومت «لېوني او احمقان» بللي او ادعا یې کړې چې تهران هڅه کړې خپل رادارونه بېرته فعال کړي، خو د ده په وینا، ایراني ځواکونه د رادارونو له لارې د پام وړ لید نه شي ترلاسه کولای.
ټرمپ زیاته کړې چې امریکايي ځواکونو هغه مهال پر ایراني هدف برید وکړ چې رادار نږدې بېرته فعالېدو ته چمتو شوی و.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه ډېرې هیلې نه لري او ادعا یې کړې چې واشنګټن تهران ته د هوکړې لپاره ګڼ فرصتونه ورکړي دي.
هغه ویلي: «زما په اند، له هغوی سره هوکړه د هغې کاغذ ارزښت هم نه لري چې پرې لیکل شوې وي.»
لیکوال:سعید سمیر








