TOOSnews
اعلان
د طالبانو مخالفو ځواكونو د بدخشان يفتل پايين والسوالۍ سقوط كړې.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو مخالفو ځواكونو د بدخشان يفتل پايين والسوالۍ سقوط كړې.

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په بدخشان ولایت کې ځايي سرچینې وایي، د طالبانو مخالفو ځواکونو تېره شپه د یفتل پایین ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه پوځي مرکز برید کړی، هلته مېشت طالبان یې بې‌وسلې کړي او له مرکز څخه یې وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات له ځان سره وړي دي.

د سرچینو په وینا، له دې پېښې وروسته د طالبانو چورلکو د یفتل پایین ولسوالۍ پر فضا ګزمه پیل کړې ده. د سیمې یوه اوسېدونکي هم ویلي چې د برید له پای ته رسېدو وروسته د چورلکو تګ راتګ زیات شوی دی.

طالبانو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

بدخشان په وروستیو کلونو کې د کانونو، په ځانګړي ډول د سرو زرو او قیمتي ډبرو، د کنټرول او استخراج پر سر د څو ځله نښتو او تاوتریخوالي شاهد پاتې شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي وایي، طالبان هڅه کوي چې پر دغو کاني سرچینو مستقیم کنټرول ټینګ کړي، خو د دوی په وینا، ځايي خلک کانونه خپله شتمني ګڼي او د طالبانو د کنټرول او استخراج له تګلارې سره مخالفت لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.