TOOSnews
اعلان
بریټانیا غواړي د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول منع کړي.
نړۍټوس نیوز

بریټانیا غواړي د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو کارول منع کړي.

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بریټانیا لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه، اعلان وکړ چې د دغه هېواد حکومت غواړي د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره ټولو ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړي.کی‌یر استارمر وویل چې دا اقدام د ماشومانو د روغتیا، هوساینې او آنلاین خوندیتوب د ساتنې لپاره ترسره کېږي.

ستارمر په یوې خبري غونډه کې وویل چې هیله لري د دې طرحې اړوند قوانین د کرېسمس تر رخصتیو مخکې تصویب شي او پلي کېدل یې د راتلونکي کال له پیل سره سم پیل شي. د هغه په وینا، د بریټانیا حکومت هڅه کوي چې په مجازي فضا کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د لا زیات ملاتړ لپاره یو قانوني چوکاټ رامنځته کړي.

د دې طرحې له مخې، د ټیک‌ټاک، سنیپ‌چټ او انسټاګرام په څېر ټولنیزې شبکې ښايي له نویو محدودیتونو سره مخ شي. د بریټانیا حکومت دغه اقدامات د آنلاین زیانونو د کمولو او د ګرځنده ټلیفونونو د اوږدمهاله کارونې، په ځانګړې توګه د شپې ناوخته ساعتونو کې، د مخنیوي لپاره د خپلو پراخو پروګرامونو برخه بولي.

د بریټانیا لومړي وزیر ټینګار وکړ چې دا پرېکړه له سیاسي یا انتخاباتي موخو سره هېڅ تړاو نه لري. هغه وویل چې بېلابېلو اشخاصو او بنسټونو له کلونو راهیسې هڅه کړې چې دې موضوع ته پاملرنه واړول شي، او دا ګام د ټولنیزو اندېښنو او د ځوان نسل د ملاتړ د اړتیا پر بنسټ اخیستل شوی دی.

د بریټانیا حکومت همدارنګه اعلان کړی چې یوازې د ټولنیزو رسنیو په بندیز بسنه نه کوي. د دغه هېواد چارواکي د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د آنلاین خوندیتوب د زیاتولو لپاره د نورو تکمیلي تدابیرو پر ارزونې هم بوخت دي.

په همدې لړ کې، بریټانیا غواړي ځینې لوړ خطر لرونکي ځانګړتیاوې، لکه ژوندۍ خپرونې او له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کاروونکو له نامعلومو کسانو سره د اړیکو امکان محدود یا بند کړي. د دغو اقداماتو موخه د احتمالي خطرونو کمول او د کم عمره کاروونکو لا ښه ساتنه بلل شوې ده.

دولتي چارواکي همدارنګه د داسې طرحو ارزونه کوي لکه د شپې پر مهال د ټولنیزو رسنیو د کارونې محدودول او د ۱۸ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره د بې‌پایه سکرول په بهیر کې د وقفې رامنځته کول. تمه کېږي چې د دغو پروګرامونو بشپړ جزئیات د جولای په میاشت کې خپاره شي.

د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې، د بریټانیا حکومت له والدینو، ماشومانو او کارپوهانو غوښتي وو چې د بېلابېلو حل‌لارو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي، چې په کې د اپلېکېشنونو د کارونې د وخت محدودیت، د کاروونکو د عمر دقیق تصدیق او د آنلاین خوندیتوب زیاتول شامل وو. د دغو طرحو ځینې برخې په ازمایښتي ډول په یو شمېر کورنیو کې هم عملي شوې دي.

د ۱۶ کلونو څخه د کم عمره کسانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د کارونې بندیز لومړی ځل په اسټرالیا کې مطرح او عملي شو، او اوس یو شمېر نور هېوادونه هم د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د لا زیاتې ساتنې لپاره د ورته پالیسیو پر ارزونه بوخت دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.