د کاناډا حکومت له هغو کسانو څخه چې د «ورکو کاناډایانو» په نوم د نوي قانون له مخې یې د تابعیت سندونه ترلاسه کړي، غوښتي چې تر نورو پلټنو پورې خپل صادر شوي اسناد اړوندو ادارو ته وسپاري.
د کاناډین پرس د راپور له مخې، ځینو ترلاسه کوونکو ته د کاناډا د مهاجرت، کډوالو او تابعیت ادارې له خوا لیکونه استول شوي چې پکې ویل شوي د دوی د دوسیو څېړنه لا هم روانه ده او اړینه ده چې د تابعیت سندونه په موقتي ډول بېرته وسپارل شي.
په دې لیکونو کې د دوسیو د بیا کتنې علت د اصلي اسنادو نشتوالی بلل شوی چې له کاناډا سره د کورنۍ اړیکو د ثابتولو لپاره اړین دي. د مهاجرت چارواکي وايي چې ځینې غوښتونکي د رسمي اسنادو پر ځای بدیل اسناد کارولي چې د خپل نسب او کورنۍ مخینې د اثبات لپاره یې وړاندې کړي دي.
د کاناډا د تابعیت نوی قانون چې تېر کال تصویب شو، د والدینو له لارې د تابعیت د لېږد پخواني محدودیتونه کم کړل او د زرګونو هغو کسانو لپاره یې د تابعیت ترلاسه کولو زمینه برابره کړه چې د «ورکو کاناډایانو» په نوم پېژندل کېږي.
دا هغه کسان دي چې په تېرو کلونو کې د تابعیت د قوانینو د بدلونونو او پېچلتیاوو له امله، سره له دې چې کاناډایي رېښې یا والدین لري، د تابعیت له حقه محروم پاتې شوي وو.
د کاناډا د مهاجرت وزارت تایید کړی چې یوازې محدود شمېر دوسیې بیاکتنې ته داخلې شوې دي او هغه کسان چې لیکونه یې ترلاسه کړي، کولی شي د خپل تابعیت د حق د ثابتولو لپاره نور اسناد او شواهد وړاندې کړي.
کاناډایي چارواکو ټینګار کړی چې که اسناد او څېړنې بیا تأیید شي، د تابعیت سندونه به بېرته متقاضیانو ته وسپارل شي.
په همدې حال کې، ځینو د مهاجرت وکیلانو دا اقدام نادر بللی او ویلي یې دي چې د ورکړل شوو سندونو بېرته اخیستل د لومړنۍ ارزونې او د دوسیو د تایید د پروسې په اړه پوښتنې راپورته کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








