TOOSnews
اعلان
سېنټكام: په شمالي عراق كې يو امريكايي سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى.
نړۍټوس نیوز

سېنټكام: په شمالي عراق كې يو امريكايي سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى.

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) وايي، په شمالي عراق کې د عملیاتو پر مهال یو امریکايي سرتېری وژل شوی او بل ټپي شوی دی.

سېنټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې امریکايي ځواکونو د ایران د یوې نسکورې شوې بې‌پیلوټه الوتکې پاتې ناچاودېدلي مهمات په کنټرول شوې چاودنې سره شنډول.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ په وینا، ټپي شوی سرتېری لږ ټپي شوی او تر درملنې لاندې دی.

سېنټکام همداراز ویلي، امریکايي ځواکونو په اردن کې د ایران د چنګاښ د ۲۶مې د برید په ځای کې د پراخو پلټنو وروسته د یوه ناپېژندل شوي کس پاتې شوني موندلي دي. د دغو پاتې شونو د هویت معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

امریکايي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې پر اردن د ایران په برید کې دوه امریکايي سرتېري وژل شوي او یو بل نادرکه شوی دی. سېنټکام ویلي چې د کورنیو د خبرولو تر بشپړېدو پورې به د وژل شویو او نادرکه شویو سرتېرو نور جزئیات نه خپروي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.