د «سکیورټي کونسل ریپورټ» د تازه راپور له مخې، چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ له میاشتو سیاسي او ډیپلوماټیکو سیالیو وروسته د افغانستان د دوسیې د یوازیني مسئول او رهبر په توګه ټاکل شوی دی. شنونکي دا بدلون د افغانستان اړوند نړیوالو معادلو کې د بیجینګ د نفوذ د زیاتوالي نښه بولي.
د راپور پر بنسټ، چین په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د دوسیې د «قلمدار»رول ترلاسه کړی دی. دا مقام د افغانستان په اړه د پرېکړهلیکونو د مسودې جوړولو، د مذاکراتو د مدیریت او د امنیت شورا د اړوندو اسنادو د همغږۍ مسئولیت لري.
سکیورټي کونسل ریپورټ دا بدلون د هغو مهمو بېلګو له ډلې ګڼي چې ښيي جیوپولیټیکې سیالۍ د امنیت شورا پر داخلي فعالیتونو اغېز کوي. راپور زیاتوي چې دا لومړی ځل دی چې د شورا یو دایمي غړی په بشپړه توګه د افغانستان د دوسیې مدیریت په لاس کې اخلي.
په تېرو کلونو کې دغه مسئولیت تر ډېره د امنیت شورا د غیردایمي غړو په واک کې و، خو د ۲۰۲۴ کال په پای کې د جاپان د غړیتوب له ختمېدو وروسته، چین، پاکستان او سویلي کوریا د دې رول د ترلاسه کولو لپاره نوې سیالي پیل کړه.
د راپور له مخې، چین په پیل کې وړاندیز کړی و چې دا مسئولیت دې د درې واړو هېوادونو ترمنځ په ګډه ترسره شي، خو متحده ایالاتو د چین له رهبرۍ سره مخالفت وکړ. اختلافات هغه وخت لا څرګند شول چې د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې چین او پاکستان د یوناما د ماموریت د غځولو په اړه د پرېکړهلیک یوه مسوده وړاندې کړه، او یوازې یوه ورځ وروسته امریکا او سویلي کوریا هم جلا متن امنیت شورا ته وسپاره.
دغه سیاسي کشمکش د امنیت شورا د غړو ترمنځ د طالبانو سره د تعامل او د افغانستان د راتلونکي د مدیریت په اړه موجود اختلافات لا روښانه کړل. خو له څو پړاوونو خبرو اترو وروسته، دواړه متنونه په یوه ګډه مسوده کې سره یوځای شول او په پای کې د ټولو په اتفاق سره تصویب شول.
د دې پرېکړهلیک له تصویب وروسته، چین د افغانستان د دوسیې یوازینی قلمدار پاتې شو. شنونکي باور لري چې دا چاره په ملګرو ملتونو کې د چین د نفوذ د پراخولو او د نړیوالو پرېکړو په بهیر کې د هغه د رول د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
راپور همدارنګه ټینګار کوي چې چین په وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له افغانستان سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي او تل یې پر سیمهییزې همکارۍ او د افغانستان پر ثبات ټینګار کړی دی.
سره له دې بدلون، متحده ایالات لا هم د خپل نفوذ یوه برخه ساتلې ده او د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۸ بندیزونو د رژیم لاندې د افغانستان د بندیزونو د کمېټې مشري په غاړه لري.
د راپور لیکوالان دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان د دوسیې پر سر سیالي اوس د لویو نړیوالو قدرتونو، په ځانګړې توګه د چین، روسیې او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د پراخې سیالۍ یوه برخه ګرځېدلې ده. دا سیالي کولای شي د افغانستان پر سیاسي راتلونکي او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل مستقیم اغېز ولري.
لیکواله:سلیمه آریایي








