TOOSnews
اعلان
اروپايي ټولنه: افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.
افغانستانټوس نیوز

اروپايي ټولنه: افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اروپايي ټولنې ویلي چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه پکې تر ټولو لوړه ده، او میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته د مناسبو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ځانګړی اهمیت لري.

یادې ټولنې د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۸مه، په خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) سره په ګډه یې د لوګر ولایت هغه د زیږون د پاملرنې مرکز لیدلی چې د قابلو له خوا اداره کېږي.

اروپايي ټولنې زیاته کړې چې دغه مرکز د دې ټولنې په مالي ملاتړ فعالیت کوي او روزل شوې قابلې پکې میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ته خوندي روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

له زیږون مخکې او د زیږون پر مهال د روغتیايي خدمتونو او پاملرنې برابرول له هغو مهمو اقداماتو څخه دي چې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په کمولو کې مرسته کوي.

نړیوالو روغتیايي بنسټونو څو ځله په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په دې برخه کې یې د روغتیايي خدمتونو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.