د اروپايي پارلمان دوو غړو، ابیر السهلاني او هیلدې واوتمانز، د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو سختې نیوکې کړي او غوښتنه یې کړې چې «جنسیتي اپارتاید» دې د نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
دواړو استازو په یوه ګډ ویډیويي پیغام کې ویلي چې طالبان ښځو ته د خپلواک انسان په سترګه نه ګوري، بلکې هغوی له اساسي حقونو او ازادیو بېبرخې ساتي. دوی ټینګار کړی چې تر هغه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو د افغان ښځو او نجونو حقونه او ازادي په بشپړه توګه خوندي شي.
د اروپايي پارلمان دغو غړو ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې له زدهکړو، کار، ټولنیز ژوند او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړې کولو له حقونو محرومې شوي دي. د دوی په وینا، د ښځو له ټولنیزو، تعلیمي او سیاسي ډګرونو سیستماټیک حذف د یوه منظم سیاست برخه ده.
السهلاني او واوتمانز زیاته کړې چې د طالبانو له لوري پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د کلتور، دود یا دین تر نامه لاندې نه شي توجیه کېدای. دوی ویلي، په افغانستان کې روان وضعیت د ښځو د ټولنیز حضور د له منځه وړلو لپاره یوه منظمه هڅه ده او د «جنسیتي اپارتاید» او د بشریت ضد جرم ښکاره بېلګه بلل کېږي.
دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو د وضعیت پر وړاندې خپله چوپتیا پای ته ورسوي او د سیاسي، حقوقي او عملي اقداماتو له لارې د هغوی ملاتړ وکړي. همداراز یې ټینګار کړی چې نړیوال قوانین باید «جنسیتي اپارتاید» د یوه خپلواک نړیوال جرم په توګه په رسمیت وپېژني، څو عاملان یې د حساب ورکونې او عدلي تعقیب سره مخ شي.
د اروپايي پارلمان دغو غړو له دولتونو او نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې چې طالبانو ته مشروعیت ور نه کړي او داسې نظام په رسمیت ونه پېژني چې ښځې او نجونې یوازې د خپل جنسیت له امله له بنسټیزو حقونو او ازادیو محروموي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله نړیوالې نیوکې او فشارونه لا هم دوام لري. السهلاني او واوتمانز باور لري چې یوازې سیاسي اعلامیې بسنه نه کوي او نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
لیکوال:سعید سمیر








