د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي وايي، هغه غوښتنې چې طالبان یې اوس له امریکا کوي، په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ په لوړه کچه پرې هوکړه شوې وه.
فضلي په خپله اېکسپاڼه کې ویلي، د دغې هوکړې د عملي کېدو لپاره هغه مهال ګډه کاري ډله هم جوړه شوې وه، خو د ده په وینا، امریکا د خپلو جیوپولیټیکي او ملي ګټو له امله د هوکړې د بشپړ عملي کېدو لپاره لازم تعهد ونه کړ.
نوموړي ټینګار کړی چې طالبان تر هغه د نړیوال مشروعیت او درناوي غوښتنه نه شي کولای، څو افغان نجونې او ښځې له زده کړو او کار څخه محرومې وي، پر رسنیو او بیان محدودیتونه موجود وي او د فکر ازادي ځپل کېږي.
فضلي ویلي، مشروعیت د مسوولانه حکومتولۍ او د خلکو د حقونو د درناوي له لارې ترلاسه کېږي، نه یوازې د نړیوالې ټولنې له غوښتنې.
د فضلي څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له امریکا سره د اړیکو د عادي کېدو غوښتنه کړې او له واشنګټن څخه یې غوښتي چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او د افغانستان په کانونو، زېربناوو، کرنې او سوداګرۍ کې پانګونه وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








