TOOSnews
اعلان
اروزګان کې اورلګېدنې درې کسان ټپیان کړي او مالي زیانونه یې اړولي.
افغانستانټوس نیوز

اروزګان کې اورلګېدنې درې کسان ټپیان کړي او مالي زیانونه یې اړولي.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اروزګان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د ګازو په یوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله درې کسان ټپیان شوي او شاوخوا ۸۰۰ زره افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

د اروزګان د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني ویلي، دغه اورلګېدنه دوشنبې (د وږي ۹مه) له غرمې وروسته په ترینکوټ ښار کې رامنځته شوې او دوه نیم زره کیلوګرامه ګاز یې سوځولی دی.

هغه زیاته کړې، په دې اورلګېدنه کې درې ټپیان د طالبانو د یوې امنیتي لواء غړي دي چې د اور د مهارولو هڅه یې کوله.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ویلي، د دې ډلې ځواکونو اورلګېدنه مهار کړې ده.

هغه د اورلګېدنې د رامنځته کېدو علت نه دی په ډاګه کړی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.