د خیبر پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې د سختو بارانونو له امله راوتلي ناڅاپي سېلاب د افغان کډوالو یو موټر وړی، چې له امله یې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي مړه او ۱۳ نور ژغورل شوي دي.
د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله ویلي، په موټر کې د یوې افغان کډوالې کورنۍ ۱۶ غړي سپاره وو، چې د تورخم له لارې افغانستان ته د ستنېدو په حال کې وو. د هغه په وینا، د سلطان خېل مارکېټ ته څېرمه په یوه خوړ کې ناڅاپي سېلاب موټر له ځان سره یووړ.
چارواکي وایي، د ژغورنې ادارو او ځايي اوسېدونکو په ګډو هڅو ۱۳ کسان له سېلابه وژغورل، خو درې تنه اوبو یووړل چې وروسته یې مړي له بېلابېلو سیمو ترلاسه شول.
د مرستیال کمېشنر په وینا، په خېبر ولسوالۍ کې د وروستیو پرلهپسې بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر څلورو کسانو ته رسېدلی او د ژغورنې او مرستندویه عملیات لا هم په اغېزمنو سیمو کې روان دي.
لیکوال:سعید سمیر








