د جرمني او فرانسې مشرانو پرېکړه کړې چې د نوي نسل د جنګي الوتکو د جوړولو ګډه پروژه، چې شاوخوا ۱۰۰ میلیارد یورو ارزښت یې درلود، لغوه کړي. دغه پروګرام د اروپا تر ټولو ستره دفاعي پروژه بلل کېده او هسپانیا هم پکې شریکه وه.
د جرمني چارواکو ویلي، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د جرمني لومړي وزیر فریدریښ میرڅ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د اروپايي ټولنې او لوېدیځ بالکان د سرمشریزې په څنډه کې د پروژې پر راتلونکي خبرې وکړې. دواړه مشران دې پایلې ته رسېدلي چې د پروژې په صنعتي برخه کې د شریکو شرکتونو ترمنځ اختلافات نه شي حل کېدای.
د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، دواړو لورو د پروژې د ناکامۍ له امله خواشیني څرګنده کړې ده. د راپورونو له مخې، د اروپا د هوافضا شرکت «ایربس» او د فرانسې «ډاسو اویېشن» ترمنځ د تخنیکي او صنعتي کنټرول پر سر اختلافات د پروژې د درېدلو اصلي لامل بلل کېږي.
دغه پروژه په ۲۰۱۷ کال کې د فرانسې او جرمني په ملاتړ پیل شوې وه او هدف یې د اروپا د دفاعي ظرفیتونو پیاوړتیا وه. خو په وروستیو کلونو کې د شریکانو ترمنځ پر واک، تخنیکي صلاحیتونو او صنعتي ونډو اختلافات زیات شوي وو.
که څه هم د پروژې اصلي برخه، یعنې د نوې جنګي الوتکې جوړول، لغوه شوي دي، خو راپورونه ښيي چې د ډرونونو او د جګړې د معلوماتي شبکې د پراختیا ځینې برخې ښايي د نوي چوکاټ او نوم لاندې دوام ومومي.
د دې پروژې لغوه کېدل په داسې وخت کې اعلان شوي چې د روسیې د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي او امریکا پر اروپايي هېوادونو فشار راوړي چې خپل دفاعي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








