TOOSnews
اعلان
سويسۍ ښځه د ۵۵ شخصي بکسونو او کڅوړو سره د جرمني او سويس په پوله ودرول شوه.
نړۍټوس نیوز

سويسۍ ښځه د ۵۵ شخصي بکسونو او کڅوړو سره د جرمني او سويس په پوله ودرول شوه.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یوه سویسي ښځه د دغه هېواد د ګمرک په وروستیو کلونو کې په یوه له تر ټولو غیرمعمولي قضیو کې، له جرمني څخه سویس ته د ننوتلو پر مهال له ۵۵ بکسونو او کڅوړو ډک موټر سره په پوله کې ودرول شوه او تلاشي یې واخیستل شوه.

د بېلډ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پېښه د مې میاشتې په ۲۸مه، د پنجشنبې په ورځ، د شافهاوزن کانتون په تاینخن سرحدي تمځای کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، دغه ښځه چې هویت یې نه دی څرګند شوی، له جرمني څخه د تفریحي سفر وروسته خپل هېواد ته ستنېدله چې د هغې له ځان سره د بارونو غیرمعمولي شمېر د ګمرکي مامورینو پام ځانته واړاوه.

د سویس د ګمرک ادارې ویلي چې مامورینو په یوه وین موټر کې د زیات شمېر بکسونو له لیدلو وروسته موټر د لا زیاتو پلټنو لپاره ودرولو او د دقیقې تلاشي بهیر یې پیل کړ.

د دغې تلاشي پر مهال، چې شاوخوا ۲۰ دقیقې یې دوام وکړ، د ایکسرې (X-ray) سکینر هم وکارول شو، څو د ټولو بکسونو او کڅوړو محتویات په بشپړ ډول وکتل شي.

مامورینو په ټولیز ډول له موټر څخه ۵۵ بکسونه او کڅوړې را وایستلې؛ هغه توکي چې ټول د یوې ښځې ملکیت وو او همدې چارې د پلټونکو ځانګړې پاملرنه ځان ته اړولې ده.

د ګمرک چارواکو له پلټنو وروسته اعلان وکړ چې په دغو توکو کې هېڅ قاچاقي، منع شوي او یا د ګمرکي اظهار وړ مالونه نه دي موندل شوي. د دوی په وینا، په بکسونو کې موجود ټول توکي شخصي سامان بلل شوي دي.

په پای کې، د تلاشي له بشپړېدو او د بار د قانوني والي له تأیید وروسته، دغې ښځې ته پرته له جریمې او د کومې دوسیې له جوړېدو اجازه ورکړل شوه چې سویس ته ننوځي.

دغه پېښه د یوه مسافر له ځان سره د دومره ډېر شمېر بکسونو د لېږد له امله د سویس په محلي رسنیو کې په پراخه کچه انعکاس موندلی او د وروستیو ورځو له پام‌وړ خبرونو څخه ګرځېدلې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.