TOOSnews
اعلان
ازبکستان ابوعلي سينای بلخي روغتون ته د ۲۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د تجهيزاتو مرسته وکړه.
افغانستانټوس نیوز

ازبکستان ابوعلي سينای بلخي روغتون ته د ۲۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د تجهيزاتو مرسته وکړه.

۹ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په بلخ کې سیمه‌ییز طالب چارواکي وایي چې ازبکستان د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت طبي او غیرطبي تجهیزات د دغه ولایت د ابوعلي سینای بلخي روغتون سره مرسته کړي دي.

په بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند، کمال‌خان ځدراڼ، د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۸مه، ویلي چې دغه مرستې د ازبکستان د فرغانې ولایت له لوري شوې دي. د هغه په وینا، دا مرسته د روغتیايي سکتور د ملاتړ او په دغه روغتون کې د درملنې د اسانتیاوو د ښه کولو په موخه ترسره شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په ورکړل شویو تجهیزاتو کې د ناروغانو بسترونه، ویلچرونه، کولرونه، یخچالونه او یو شمېر نور طبي او غیرطبي وسایل شامل دي. دغه تجهیزات د ابوعلي سینای بلخي روغتون په بېلابېلو څانګو کې د کارونې لپاره روغتیايي مسئولانو ته سپارل شوي دي.

د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند ویلي چې د دغو مرستو موخه د روغتیايي خدمتونو ښه کول، د درملنې د اسانتیاوو پراخول او په دغه ولایت کې د ناروغانو د پاملرنې لپاره د غوره شرایطو برابرول دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.