سیمهییزې سرچینې او د طالبشاه دولتزي خپلوان وايي نوموړی، چې د افغانستان د پخواني نظام د پولیسو افسر و، په بلخ ولایت کې د طالبانو له خوا تر نیول کېدو وروسته په ډزو وژل شوی دی. دغه پېښه د سې شنبې په ماښام، د زمري ۶مه، د بلخ ولسوالۍ اړوند د بوکه په کلي کې رامنځته شوې ده.
د هغه خپلوانو ویلي چې طالبشاه دولتزي د جمهوري نظام له سقوط وروسته د زدهکړو د دوام لپاره چین ته تللی و او په دې وروستیو کې افغانستان ته راستون شوی و. دوی ادعا کوي چې د طالبانو د استخباراتو دوو کسانو هغه له خپل کوره نیولی و.
د دغه پخواني پولیس افسر د خپلوانو د څرګندونو له مخې، د نیولو پر مهال یې د هغه لاسونه او سترګې تړلي و او له ځان سره یې یووړ. دوی وايي، شاوخوا یو ساعت وروسته د هغه په ډزو ویشتل شوی جسد د کلي په شاوخوا کې وموندل شو.
د طالبشاه دولتزي کورنۍ ته نږدې سرچینو هم ویلي چې نوموړی له دې پېښې څو ورځې وړاندې د خپلو ملګرو د لیدو لپاره بدخشان ولایت ته سفر کړی و او له بېرته ستنېدو وروسته په بلخ کې ونیول شو.
طالبانو تر اوسه د دې راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
لیکواله:سلیمه آریایي








