نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د سیمهییزو ټاکنو له ترسره کېدو سره هممهاله، په ځینو سیمو کې اعتراضونه تاوتریخوالي ته اوښتي او د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د جولای ۳۰مه، راپور ورکړی چې د راولاکوټ ښار په شاوخوا کې د نښتو پر مهال، د ټاکنو د دویم پړاو له ترسره کېدو وړاندې له ۳۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.
د اعلان شویو پایلو له مخې، د پاکستان واکمن ګوند، مسلم لیګ نواز، د دوشنبې ورځې په ټاکنو کې د میرپور، کوټلي او بهمبر ولسوالیو له ۱۳ سیالي شوو څوکيو څخه ۹ خپلې کړي دي.
ټاکل شوې وه چې دغه ټاکنې به د جولای په ۲۷مه په یوه پړاو کې ترسره شي، خو مسؤلو چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله د رایې ورکولو بهیر د ولسوالیو پر بنسټ په درېیو پړاوونو ووېشه.
ټاکل شوې ده چې د ټاکنو دویم او درېیم پړاوونه په ترتیب سره به د اګست په ۲مه او ۱۰مه ترسره شي او د رایې ورکولو بهیر به په پاتې سیمو کې هم دوام وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








