حبیبه صالحي، هغه خبریاله چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره تللې وه، نن چهارشنبه د غویي په ۲۳مه د هرات ښار د لومړۍ ناحیې له سیمې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوې او نامعلوم ځای ته وړل شوې ده.
د حبیبه صالحي ورور له هرات څخه توس نیوز ته ویلي، چې نوموړې نن سهار د طالبانو د استخباراتو کسانو له لوري نیول شوې ده.
د هغه په وینا، تر اوسه د هغې د نیولو لامل او د ساتلو د ځای په اړه هېڅ ډول مالومات نه دي ورکړل شوي.
لیکوال:سعید سمیر








