TOOSnews
اعلان
حزب اسلامي د افغانستان د كړكېچ د حل لپاره له نوې سياسي طرحې ملاتړ وكړ.
افغانستانټوس نیوز

حزب اسلامي د افغانستان د كړكېچ د حل لپاره له نوې سياسي طرحې ملاتړ وكړ.

۲۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

حزب اسلامي د افغانستان د اوسني سیاسي کړکېچ د حل لپاره له هغې نوې طرحې ملاتړ کړی چې پکې د ملي شورا جوړول، د ازادو ټاکنو ترسره کول او د واک سوله‌ییز لېږد وړاندیز شوی دی.
د «ملي یووالي تړون» په نوم دغه طرحه د نوي اساسي قانون د جوړولو او د ټاکنو له لارې د واک د انتقال غوښتنه کوي. په سند کې ویل شوي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د واک انحصار، د ټاکنیزو او اساسي قانوني بنسټونو نشتوالي، د ښځو د زده‌کړو او کار محدودیتونو او اقتصادي او ټولنیزو ستونزو له امله له جدي ننګونو سره مخ دی.
د حزب اسلامي سرچینې وایي، دغه طرحه د یو شمېر افغانانو له لوري وړاندې شوې او د دې ګوند مشر ګلبدین حکمتیار یې ملاتړ کړی دی.
د طرحې له مخې، باید د خلکو د باور وړ استازو په ګډون یوه ملي شورا جوړه شي چې د نوي اساسي قانون د تعدیل او د سیاسي نظام د راتلونکي په اړه د پرېکړو مسوولیت ولري. د شورا د جوړېدو لپاره د تناسبي استازولۍ پر بنسټ د ازادو او رڼو ټاکنو وړاندیز هم شوی دی.
په سند کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د جوړېدو او د نوي حکومت د رامنځته کېدو لپاره د لنډمهالې انتقالي دورې غوښتنه شوې چې موده یې باید له یوه کال زیاته نه وي.
طرحې وړاندیز کړی چې که طالبان له دې بهیر سره موافقه وکړي، اوسنی حکومت دې د نوي حکومت تر جوړېدو پورې خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو د اړخونو له توافقه جوړه شوې یوه شورا دې د حکومت پر فعالیتونو څارنه وکړي.
په طرحه کې خبرداری ورکړل شوی چې که طالبان د سوله‌ییزې حل‌لارې له منلو ډډه وکړي او د واک انحصار ته دوام ورکړي، مخالف سیاسي جریانونه به د وضعیت د بدلون لپاره ګډ اقدامات وکړي.
په دغو اقداماتو کې مدني نافرماني، د مالیاتو له ورکړې ډډه کول او، د جګړې د دوام په صورت کې، وسله‌واله مبارزه هم یاده شوې ده. خو سند ټینګار کوي چې خبرې اترې او سوله‌ییزه حل‌لاره باید لومړیتوب ولري او پوځي اقدام یوازې هغه مهال مطرح شي چې د کړکېچ د حل نورې لارې ناکامې شي.
دغه طرحه همداراز وړاندیز کوي چې سند دې له سیمه‌ییزو هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو قدرتونو سره شریک شي، څو د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوالو د تګلارو د بیاکتنې او ملاتړ زمینه برابره شي.
د «ملي یووالي تړون» پنځه مخونه لري او په پنځو اساسي برخو کې د ملي شورا له جوړېدو او ټاکنو نیولې، د انتقالي حکومت تر جوړېدو او د سوله‌ییزې حل‌لارې د ناکامېدو په صورت کې د «ملي پاڅون» تر احتمالي غوراوي پورې وړاندیزونه وړاندې کوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.