د بشري حقونو افغان فعال او خپلواک خبریال، جهانزېب وېسا، په اسټرالیا کې د (د سولې جام) په پروګرام کې ګډون وکړ او د افغانستان د خلکو د وضعیت، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د ستونزمنو شرایطو په اړه یې وینا وکړه. دغه پروګرام په اسټرالیا کې د ملګرو ملتونو د ځوانانو څانګې له خوا، د یو شمېر معتبرو سازمانونو، بنسټونو او ټولنو په همکارۍ او ملاتړ جوړ شوی و.
په دې پروګرام کې د بېلابېلو هېوادونو لسګونو ځوانانو، استادانو، محصلانو، ټولنیزو فعالانو، د بېلابېلو ټولنو استازو او د اسټرالیا له بېلابېلو ایالتونو څخه راغلو مېلمنو ګډون کړی و. همدارنګه، د کوینزلنډ ایالت د پارلمان یو شمېر استازو، د ټولنیزو او مدني بنسټونو مسؤلینو او د پوهنتونونو استازو هم په دې پروګرام کې ګډون کړی و.
جهانزېب وېسا د پروګرام د جوړوونکو په بلنه ګډون وکړ او د افغانستان د کړکېچن او اندېښمنوونکي وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د شرایطو په اړه یې خبرې وکړې. هغه هڅه وکړه چې د هغو ښځو غږ، چې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې شوي دي، د بېلابېلو ټولنو د استازو او د پروګرام د ګډونوالو ترمنځ مطرح او منعکس کړي.
د پروګرام په ترڅ کې وېسا د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یو شمېر انځورونه او مطالب هم وړاندې او نندارې ته کېښودل. په دغو انځورونو کې په رسنیو کې فعالې ښځې، له ښوونځي او پوهنتون څخه بې برخې شوې نجونې، ټولنیزې فعالانې او ورزشکارې ښځې او هغه نورې ښځې انځور شوې وې چې له جدي محدودیتونو، فشارونو او ګواښونو سره مخ دي.
د دغو انځورونو ترڅنګ، د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند د واقعیتونو په اړه هم معلومات وړاندې شول. په دې برخه کې ګډونوالو ته تشریح شوه چې له زدهکړو، کار، ورزش، ټولنیزو فعالیتونو او اساسي ازادیو څخه محرومیت د افغان ښځو او نجونو پر ژوند څه اغېز لري، او پر دې ټینګار وشو چې د هغوی لپاره د نړیوال ملاتړ ساتل او پیاوړي کول څومره اړین دي.
وېسا په خپله وینا کې د افغانستان د ښځو، نجونو، خبریالانو او مدني فعالانو د سختو او اندېښمنوونکو شرایطو په اړه هم خبرې وکړې؛ هغه کسان چې د افغانستان د اوسني وضعیت له امله لا هم له جدي ګواښونو او خطرونو سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.
دغه د بشري حقونو فعال له حاضرینو او استازو، په ځانګړي ډول د اسټرالیا له پارلماني استازو، د ملګرو ملتونو د ځوانانو څانګې له استازو او نورو ټولنیزو او مدني بنسټونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، غږ پورته کړي او د زدهکړو، تحصیل، پیاوړتیا، بشري مرستو او د هغوی د بشري حقونو د دفاع په برخو کې لا فعال رول ولوبوي.
هغه له حاضر استازو څخه دا غوښتنه هم وکړه چې له خپل موقف او امکاناتو څخه د خطر سره مخ افغانانو لپاره د اسټرالیا د بشري مرستو د زیاتولو په موخه کار واخلي او د لا ډېرو بشري ویزو د برابرېدو لپاره هڅې وکړي؛ په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له زدهکړو، کار، ورزش او ګڼو اساسي ازادیو څخه بې برخې شوي دي.
د وینا یوه بله برخه د هغو افغانانو وضعیت ته ځانګړې شوې وه چې په پاکستان، ایران او نورو هېوادونو کې د خپلو بشري دوسیو د څېړنې په تمه دي. د وېسا په وینا، ډېر شمېر دغه کسان له اوږدې مودې راهیسې په سختو، نامعلومو او زیانمنو شرایطو کې ژوند کوي او جدي ملاتړ او پاملرنې ته اړتیا لري.
هغه له حاضر مسؤلینو او بنسټونو وغوښتل چې د دغو کسانو غږ هم پورته کړي او د بشري ملاتړ د زیاتولو او د هغوی د دوسیو د ارزونې د بهیر د چټکتیا لپاره هڅې وکړي، څو له خطر سره مخ افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، په یوه خوندي چاپېریال کې د اساسي بشري حقونو پر بنسټ ژوند څخه برخمن شي.
د پروګرام په پای کې، جهانزېب وېسا د «راځئ افغان نجونو ته د زدهکړې اجازه ورکړو» شعار په ټینګار سره له ګډونوالو وغوښتل چې د افغانستان د ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې له زدهکړو، کار، ورزش او اساسي ازادیو څخه د هغوی محرومیت په یوه هېر شوي بحران بدل شي.
هغه له رسنیو څخه هم وغوښتل چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو او نورو له خطر سره مخ افغانانو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، د هغوی ستونزې منعکسې کړي او د هغوی د غږ په رسولو کې د اسټرالیايي ټولنې او نړیوالې ټولنې ترمنځ خپل رول ادا کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








