TOOSnews
اعلان
هند افغانستان ته پنځه ټنه درمل استولي دي.
نړۍټوس نیوز

هند افغانستان ته پنځه ټنه درمل استولي دي.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جیسوال، د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد افغانستان ته پنځه ټنه درمل استولي دي. هغه په ایکس ټولنیزه شبکه کې په خپل پیغام کې د هند د بشري مرستو دوام او د افغانانو د هوساینې د ملاتړ پر ژمنې ټینګار وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د غبرګولي په میاشت کې کابل ته د ماشومانو د واکسین لپاره د ۲۰ ټنو ضروري توکو د لېږلو خبر ورکړی و. په دې بار کې د بي سي جي، تیتانوس او ډیفتریا واکسینونه شامل وو، چې د افغانستان د ماشومانو د روغتیايي پروګرام د پیاوړتیا په موخه برابر شوي وو.

هند همدارنګه د وري په میاشت کې اعلان کړی و چې د توبرکلوز ناروغۍ پر وړاندې د ماشومانو د معافیت پروګرام د ملاتړ لپاره یې افغانستان ته ۱۳ ټنه واکسینونه او د دې ناروغۍ اړوند طبي تجهیزات لېږلي دي.

نوي ډیلي په تېر یوه کال کې،د طالبانو له حکومت سره د خپلو اړیکو د پراخېدو تر څنګ، هڅه کړې چې افغانستان ته بشري مرستې زیاتې کړي او په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي.

دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو اداره د اسلام‌اباد سره د پوځي کړکېچونو له زیاتېدو وروسته د پاکستان څخه د درملو واردات درولي او د درملو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د بدیلو لارو او سرچینو په لټه کې ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.