TOOSnews
اعلان
ایران:که هوکړه وشي، د هرمز تنګی به د یوې میاشتې په ترڅ کې بېرته پرانستل شي.
نړۍټوس نیوز

ایران:که هوکړه وشي، د هرمز تنګی به د یوې میاشتې په ترڅ کې بېرته پرانستل شي.

۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران حکومتي رسنیو اعلان کړی چې تهران له امریکا سره د هوکړه لیک د چوکاټ یوه لومړنۍ او غیررسمي مسوده ترلاسه کړې ده؛ داسې یو هوکړه چې له مخې به یې ایران ژمنه وکړي، د یوې میاشتې په موده کې به د هرمز تنګي سوداګریز تګ‌راتګ له جګړې له مخکې حالت په څېر بېرته عادي کړي.

د راپور له مخې، د دې اقدام په بدل کې به امریکا خپل پوځي ځواکونه د ایران له شاوخوا وباسي او سمندري محاصره به پای ته ورسوي. همداراز ویل شوي چې د بېړیو د تګلارې د تنظیم اړوند همغږي به د ایران او عمان په ګډه ترسره کېږي.

د ایران دولتي ټلوېزیون ویلي چې د دې مسودې یوه غیررسمي نسخه یې ترلاسه کړې، خو ټینګار یې کړی چې خپور شوی متن وروستی نه دی او ښايي هېڅکله رسمي توافق ته ونه رسېږي.

بل لور ته، سپینې ماڼۍ دا راپور رد کړی او هغه یې «په بشپړه توګه جعلي» بللی دی. امریکايي چارواکو ویلي چې د داسې هوکړې په اړه خپاره شوي معلومات حقیقت نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې، اولیویا ویلز، په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ویلي: «لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ اعلان کړی، خبرې اترې په ښه ډول روانې دي او د امریکا سرې کرښې هم په واضح ډول ټاکل شوي دي.»

هغې همداراز ټینګار کړی: «ولسمشر ټرمپ به یوازې هغه توافق ومني چې د امریکا د خلکو په ګټه وي او دا ډاډ ورکړي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ته لاسرسی ونه مومي.»

په هغه راپور کې چې د ایران حکومتي رسنیو خپور کړی، د ایران اټومي پروګرام ته هېڅ اشاره نه ده شوې؛ هغه موضوع چې لا هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف یو له مهمو محورونو څخه ګڼل کېږي.

سره له دې چې دا راپور خپور شوی او امریکا یې سخت غبرګون ښودلی، ځینې شنونکي دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د دوام او د خبرو اترو د پرمختګ د احتمال نښه بولي؛ که څه هم دواړه لوري لا هم په خپلو علني دریځونو کې څرګند اختلافات لري.

لیکواله:سلیمه آریايي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.