د فایننشل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې په بریټانیا کې مېشتې هغه کمپنۍ چې د ایران انټرنشنل رسنۍ مالکیت لري، د دې رسنۍ د فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره ۶۵۰ میلیونه پونډه پور په ونډو (سهامو) بدل کړی دی.
دا اقدام د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر، په ایران کې د حکومت ضد پراخو اعتراضونو له پیل څخه مخکې ترسره شوی و.
منتقدین ادعا کوي چې ایران انټرنشنل د جګړې پلوي روایتونه خپروي او خپل نفوذ د ایران د وروستي پاچا د زوی،رضا پهلوي، په ګټه کاروي.
د راپور له مخې،ولانټ ميډیا بریټانیا( Volant media UK)، چې د ایران انټرنشنل او افغانستان انټرنشنل مالکیت لري، په تېرو پنځو کلونو کې له ۴۱۰ میلیونو پونډو څخه زیات زیان لیدلی او ۴۸۲ میلیونه پونډه پور یې درلود.
یادې کمپنۍ هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې له سعودي عربستان، اسراییل او نورو سرچینو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کوي، او ویلي یې دي چې د خصوصي پانګهوالو د یوه کنسرسیوم له خوا تمویلېږي؛ خو د دغو پانګهوالو هویت یې نه دی افشا کړی.
لیکواله:سلیمه حکیمي








