TOOSnews
اعلان
ايراني پوله ساتو ځواكونو د افغانستان - ايران پر پوله شپږ وسله وال وژلي.
نړۍټوس نیوز

ايراني پوله ساتو ځواكونو د افغانستان - ايران پر پوله شپږ وسله وال وژلي.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالۍ په مربوطاتو کې لږ تر لږه شپږ وسله‌وال، چې غوښتل یې د ایران خاورې ته ننوځي او پر یوې پوځي اډې برید وکړي، د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو قوماندان علي اکبر جاویدان ویلي، دغه وسله‌واله ډله د جمعې په ماښام د ایران خاورې ته د ننوتلو په هڅه کې وه، خو د پوله‌ساتو ځواکونو له مقاومت سره مخ شوه. د هغه په وینا، له سختې نښتې او جګړې وروسته ټول بریدګر ووژل شول.

جاویدان زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو د وژل شویو وسله‌والو له ډلې څخه یو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه او ضبط کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د سیستان او بلوچستان ولایت د زابل ولسوالۍ د افغانستان د نیمروز ولایت له سرحدي سیمو سره ګډه پوله لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.