د ایران نوي مشر مجتبی خامنهاي په خپل اختریز پیغام کې اعلان کړی چې د سیمې ملتونه به نور د امریکا د پوځي اډو سپر نه وي.
د ایران د نوي مشر اختریز پیغام سېشنبې، د غبرګولي ۵مه، د دې هېواد د دولتي رسنیو له لارې خپور شو؛ هغه پیغام چې په یوه برخه کې یې د ایران او امریکا ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو او جګړې ته اشاره شوې ده.
د مجتبی خامنهاي په پیغام کې راغلي:
«د وخت ستنه بېرته شاته نه ګرځي او د سیمې ملتونه او خاورې به نور د امریکايي اډو سپر نه وي.»
هغه همداراز خبرداری ورکړی چې امریکا به نور په سیمه کې «د شرارت او پوځي اډو د ځای پر ځای کولو لپاره خوندي نقطه» ونه لري.
د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو نښتو پر مهال، د سیمې ځینې هېوادونه لکه متحده عربي امارات، قطر، سعودي عربستان، کویټ او بحرین د امریکا د پوځي اډو د کوربتوب له امله د ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلي وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








