TOOSnews
اعلان
لطيف اللّه حكيمي: د افغانستان ملي ژبه پښتو ده.
افغانستانټوس نیوز

لطيف اللّه حكيمي: د افغانستان ملي ژبه پښتو ده.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د دفاع وزارت سرمفتش تورن جنرال لطیف‌الله حکیمي وايي، د افغانستان ملي ژبه پښتو ده او «ملي ژبه یوه وي، دوه نه وي.»

حکیمي له طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، افغانستان دوه رسمي ژبې لري چې یوه یې پښتو او بله یې دري/فارسي ده؛ خو د ملي ژبې په اړه یې ټینګار کړی چې باید یوه وي.

نوموړي د خپلې ادعا د مثال لپاره هند یاد کړی او ویلي یې دي چې هلته یوه ملي ژبه او ګڼې رسمي ژبې شته. خو د هند د ژبې رسمي تګلاره د هغه له څرګندونو سره توپیر لري. د هند اساسي قانون هندي د مرکزي حکومت رسمي ژبه ټاکلې او انګلیسي هم د رسمي چارو لپاره ورسره کارول کېږي؛ هند په قانوني ډول «ملي ژبه» نه لري.

د حکیمي څرګندونو په غبرګون کې یو شمېر افغانانو ویلي چې پښتو او دري/فارسي دواړه د افغانستان تاریخي او رسمي ژبې دي او د ژبې په تړاو باید له تبعیضي څرګندونو ډډه وشي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال پښتو او دري د افغانستان د ملي او رسمي ژبو په توګه په حکومتي ادارو کې کارېدې. د افغانستان د ژبو د رسمي حیثیت موضوع له کلونو راهیسې د هېواد د سیاسي او ټولنیزو بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.