د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي وايي، افغانستان د اوراسیا د سولې او ثبات په ټینګښت کې مهم رول لري او په دغه هېواد کې سوله د سیمې له ګډې سولې او ثبات سره تړلې ده.
مودي دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په بشکېک کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په غونډه کې کړي دي. نوموړي وویل، هند به له افغان ولس سره خپلو پراختیايي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې هند تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د پراختیايي پروژو او بشري مرستو په برخه کې ونډه اخیستې او د دغو هڅو د دوام لپاره به کار وکړي.
د هند لومړي وزیر په خپلو خبرو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ترهګري باید د هېڅ هېواد لپاره «ستراتیژیکه وسیله» ونه ګرځي.
مودي وویل، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید یوازې پر لنډمهاله غبرګونونو محدوده نه وي، بلکې د ترهګرۍ د تمویل، جلب او جذب، افراطیت او خوندي پټنځایونو په ګډون باید د هغې ټوله «اېکولوژي» له منځه یووړل شي.
هغه همداراز د نشهيي توکو قاچاق د ځوان نسل لپاره جدي ګواښ وباله او د سیمې د هېوادونو ترمنځ یې د استخباراتي همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای همکاریو سازمان د څارونکي غړي په توګه د دې سازمان له فعالیتونو سره تړاو لري، خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان دغه دریځ په عملي توګه ځنډول شوی دی.
لیکوال:سعید سمیر








