د طالبانو رییسالوزرا ملا حسن اخوند د افغانستان د طبیعي سرچینو پر ساتنې، سالم مدیریت او له دغو سرچینو څخه پر عادلانه ګټه اخیستنې ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د معلوماتو له مخې، حسن اخوند دا څرګندونې د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت په اړه په یوه علمي او څېړنیز کنفرانس کې په خپل پیغام کې کړې دي.
هغه ویلي، چې اوبه، حاصلخېزې ځمکې، ځنګلونه، څړځایونه او کانونه د هېواد مهمې طبیعي سرچینې دي او ساتنه، سالم مدیریت او له هغو څخه عادلانه ګټه اخیستنه د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت دی.
حسن اخوند ټینګار کړی، چې د طبیعي سرچینو علمي او دوامدار مدیریت د افغانستان د اقتصادي ودې او ځانبسیاینې لپاره مهم دی او علمي او څېړنیز مرکزونه باید د دغو سرچینو اړوند ستونزو ته علمي او عملي حللارې وړاندې کړي.
افغانستان د اوبو، حاصلخېزو ځمکو، ځنګلونو، څړځایونو او پراخو کانونو له پلوه بډای هېواد بلل کېږي، خو د لسیزو جګړو، کمزوري مدیریت، اقلیمي بدلون او د قوانینو د کمزوري پلي کېدو له امله د طبیعي سرچینو د ساتنې او عادلانه استفادې ستونزې لا هم جدي دي.
پر طالبانو د کانونو د استخراج او قراردادونو په برخه کې د شفافیت د نشتوالي له امله هم نیوکې کېږي. د افغان وټنس د یوې څېړنې له مخې، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۴ کال تر فبروري پورې لږ تر لږه ۲۰۵ د کانونو قراردادونه له څه باندې ۱۵۰ شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
په ورته مهال، د کانونو د کنټرول، قراردادونو او عوایدو پر سر د طالبانو او ځینو سیمهییزو ډلو او خلکو ترمنځ د شخړو راپورونه هم ورکړل شوي دي. په بدخشان کې د سرو زرو د کانونو د ځمکې پر سر د طالبانو او یوه سیمهییز پخواني قوماندان ترمنځ اختلاف هم په تاوتریخوالي او مرګژوبله اوښتی و.
لیکوال:سعید سمیر








