TOOSnews
اعلان
ناسا شاعرانو او هنرمندانو ته د فضايي مأموریتونو د روایت لپاره بلنه ورکړې ده.
نړۍټوس نیوز

ناسا شاعرانو او هنرمندانو ته د فضايي مأموریتونو د روایت لپاره بلنه ورکړې ده.

۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ناسا شاعرانو، فلم جوړوونکو، مستند جوړوونکو، د سندرو لیکونکو، کیسه لیکونکو او نورو خلاقو هنرمندانو ته بلنه ورکړې چې د دې ادارې د فضايي ماموریتونو په روایت او انعکاس کې همکاري وکړي.

دې فضايي ادارې اعلان کړی چې له هنرمندانو سره همکاري کولی شي د فضايي پروګرامونو په پراخ پېژندنه او د ماموریتونو د کیسو په رسولو کې د نړۍ تر ډېرو مخاطبینو پورې مرسته وکړي. د دې پروګرامونو له ډلې څخه د ارټیمیس پروژه یادېدای شي چې هدف یې بېرته سپوږمۍ ته د انسان لېږل دي، همدارنګه د مریخ د اکتشاف اړوند طرحې، د سپوږمۍ پر سطحه د اډې جوړول او د ازمایښتي الوتنو ترسره کول شامل دي.

ناسا په خپل عام اعلان کې ویلي چې د دې پروګرام هدف د فضايي ماموریتونو کیسې له تر ټولو پراخ ممکن مخاطب سره شریکول او د راتلونکي نسل د کاشفانو او ساینسپوهانو هڅول دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوي افراد یا ډلې به د ناسا مرکزونو ته بلل کېږي څو له نږدې له فضايي پروګرامونو او ماموریتونو سره بلد شي، له کارکوونکو او متخصصینو سره خبرې وکړي او د دې ادارې د فعالیتونو مستقیمه تجربه ترلاسه کړي.

دا پروګرام تر ډېره په متحده ایالاتو کې پر مېشتو هنرمندانو تمرکز لري، خو ناسا ویلي چې د امریکايي ټیمونو له نړیوالو غړو سره هم همکاري تر غور لاندې نیول کېږي. تمه کېږي چې په لومړي پړاو کې تر ۱۰ پورې افراد یا ډلې د دې پروژې لپاره وټاکل شي.

ناسا همدارنګه ټینګار کړی چې ګډونوال به د خپلو فعالیتونو لپاره معاش ترلاسه نه کړي او هر لوری به خپل لګښتونه پخپله پرې کوي. سره له دې، دا اداره هیله لري چې دا همکاري به د دواړو لورو لپاره ګټوره او ارزښتناکه وي.

مینه وال کولی شي خپل وړاندیزونه د جون تر پایه پورې ولېږي. د غوښتنې د ثبت بشپړ شرایط او نور جزئیات د ناسا په رسمي اعلان کې وړاندې شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.