د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان استازي یو ځل بیا پر طالبانو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دغې ډلې په داخل کې ځینې برخې له ترهګرو ډلو سره اړیکې او تعامل لري او هغوی ته ملاتړ برابروي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه ترهګرې ډلې د هغو سرحدي بریدونو مسوولې دي چې په پاکستان کې یې ملکي وګړي، امنیتي ځواکونه، عامه تاسیسات او زیربناوې په نښه کړي دي.
د پاکستان استازي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې باید داسې شرایط رامنځته شي چې دغه هېواد له نړیوالې ټولنې سره بېرته عادي اړیکې ټینګې کړي او افغان کډوال هم په امن ډول خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه همدارنګه وویل چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) باید له هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانستان او سیمې په کچه د سپکو او غیرقانوني وسلو د قاچاق او سوداګرۍ د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، او په دې برخه کې باید بېپرې راپور ورکول یقیني کړي.
په پای کې د پاکستان استازي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د ټاکنې په ځنډ اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا ځنډ د روان وضعیت د مدیریت لپاره مناسب نه دی.
لیکوال:سعید سمیر








