راپورونه ښيي چې د «سپاهیان میهن» جبهې یو قوماندان قیوم ملنګ، له دې جبهې سره د یو شمېر کسانو په ګډون، د طالبانو د عملیاتو پر مهال نیول شوی دی.
د دې جبهې نږدې سرچینو ادعا کړې چې د طالبانو ځواکونو د قیوم ملنګ او د هغه د ملګرو د نیولو لپاره په سیمه کې عملیات ترسره کړي او د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم د چورلکې په وسیله د پېښې ځای ته تللی دی.
دغو سرچینو ویلي چې د مناسبې لارې او د شاتګ لپاره د اړینو امکاناتو نشتوالی د دغو کسانو د نیول کېدو له اصلي لاملونو څخه و. دوی همداراز ادعا کړې چې له دې پېښې وروسته د سپاهیان میهن جبهې غړي په ډزو وژل شوي دي.
خو تر اوسه طالبانو د دغو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او هېڅ خپلواکې سرچینې هم د نیول کېدو د څرنګوالي، د نیول شویو کسانو د وضعیت یا د هغوی د وژل کېدو ادعا نه ده تایید کړې.
همداراز راپورونه وايي چې په دې ولسوالۍ کې ټولې مخابراتي شبکې پرې شوي دي او د اړیکو د نشتوالي له امله د سیمې د وضعیت په اړه د کره معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن شوي دي.
تر اوسه هېڅ ښکېلې خوا دا پېښه په رسمي ډول نه ده تایید کړې او نه یې رد کړې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








