ځايي سرچینې وایي، له نږدې یوې اونۍ راهیسې د نیمروز ولایت د چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۶۵ افغان مسافر، چې په څلورو موټرو کې سپاره وو، لادرکه دي.
د سرچینو په وینا، دغه کسان د قاچاقي لارو له لارې ایران او پاکستان ته د تګ په هڅه کې وو.
د سیمې د موټرچلوونکو په وینا، یوه اونۍ وړاندې د طالبانو سرحدي ځواکونو پر هغو موټرو ډزې کړي، چې په ناقانونه ډول یې مسافر د ایران او پاکستان پولو ته لېږدول. ویل کېږي، له ډزو وروسته موټر په تېزۍ له سیمې وتښتېدل.
د فراه ولایت د یوه وژل شوي موټرچلوونکي، نعمتالله، خپلوان وایي طالبانو موټر درولی، ۲۲ مسافر یې ترې ښکته کړي او وروسته یې پر موټرچلوونکي ډزې کړي چې ځای پر ځای وژل شوی دی.
د سرچینو په خبره، تر اوسه د څلورو کسانو جسدونه موندل شوي او لسګونه نور کسان لا هم د سیمې په شګو او دښتو کې لادرکه دي.
بلخوا، د طالبانو ځايي چارواکو ویلي چې اته ورځې وړاندې ایران ته تلونکي پنځه مسافر د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه شوي وو. د دوی په وینا، دغه کسان د زرنج له لارې د چهاربرجک ولسوالۍ ته تللي وو او د قاچاقي لارې په اوږدو کې د شګو او سختو اقلیمي شرایطو ښکار شوي وو.
په وروستیو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې اړوند ویډیوګانې او انځورونه هم خپاره شوي چې پکې ځینې مسافر تر شګو لاندې او یا د سختې ګرمۍ او تندې له امله مړه ښکاري.
لیکوال:سعید سمیر








