TOOSnews
اعلان
طالبان: افغانستان «نه تسخيرېدونكې خاوره او د امپراتوريو هديره» ده.
افغانستانټوس نیوز

طالبان: افغانستان «نه تسخيرېدونكې خاوره او د امپراتوريو هديره» ده.

۱۰ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو د پنځمې کلیزې په مناسبت ویلي چې د امریکا شل کلن پوځي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېد.

فطرت افغانستان «نه تسخیرېدونکې خاوره او د امپراتوریو هدیره» بللې او ویلي یې دي چې افغانانو په همدې ورځ نړۍ ته ثابته کړه چې د ازادۍ لپاره مبارزه او قربانۍ اخیستل حتمي پایله لري.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که هر لوری پر افغانستان د یرغل او «تاړاک» اراده لري، باید پوه شي چې افغانستان نه تسخیرېدونکې خاوره ده.

فطرت په خپلو څرګندونو کې د کوم هېواد یا مشخص لوري نوم نه دی اخیستی، خو د امریکا د شل کلن پوځي حضور پای یې د افغانانو د «ازادۍ مبارزې» پایله بللې ده.

امریکا او متحدینو یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، د همدې کال د اکتوبر پر ۷مه په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړل. د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو حکومت نسکور او د امریکا او ناټو شاوخوا د دوو لسیزو پوځي حضور پیل شو.

د ۲۰۲۰ کال په فبروري کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو چې له مخې یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د اګست پر ۳۱مه وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه ووت او په دې سره د امریکا شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورسېد.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.