TOOSnews
اعلان
طالبانو په بدخشان کې د نسي او جرم ولسوالیو مسؤلین بدل کړل.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو په بدخشان کې د نسي او جرم ولسوالیو مسؤلین بدل کړل.

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

طالبانو په بدخشان ولایت کې د اداري او امنیتي بدلونونو په دوام، د نسي ولسوالۍ ولسوال او د پولیسو قوماندان بدل کړي او په ورته وخت کې یې د جرم ولسوالۍ لپاره نوی قوماندان ټاکلی دی. دا بدلونونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په بدخشان کې د دې ډلې د غړو ترمنځ خپلمنځي اختلافات زیات شوي او د مخالفو ډلو بریدونه هم ډېر شوي دي.

د طالبانو د اعلان له مخې، سمیع‌الله رسولي د نسي ولسوالۍ د ولسوال په توګه او حیات‌الله الماس د دې ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي. همدارنګه شمس‌الله خالد د جرم ولسوالۍ د پولیسو د قوماندان په توګه ټاکل شوی او خپله دنده یې پیل کړې ده.

طالبانو ویلي چې نوي ټاکل شوي مسؤلین په رسمي ډول معرفي شوي او ځپلې نوې دندې یې پیل کړي. دې ډلې تر اوسه د دغو بدلونونو د رسمي دلیل په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.

د نسي ولسوالۍ د مسؤلینو بدلون وروسته له هغه رامنځته شوی چې په تېرو اوونیو کې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د غړو ترمنځ خپلمنځي اختلافات لوړې کچې ته رسېدلي وو. ځايي سرچینو تر دې وړاندې د طالبانو د سیمه‌ییزو قوماندانانو او لوړپوړو چارواکو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو خبر ورکړی و.

دغه اختلافات هغه مهال لا زیات شول چې د طالبانو یو سیمه‌ییز قوماندان جمعه‌خان فاتح تر خپل لاس لاندې ځواکونو سره د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو له امرونو د سرغړونې دریځ خپل کړ. د راپورونو له مخې، هغه له څو اوونیو خبرو اترو وروسته، چې د طالبانو د پوځ د لوی درستیز په منځګړیتوب ترسره شوې، په دې وروستیو کې له بدخشان څخه کابل ته تللی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.