د بدخشان د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند د یفتل ولسوالۍ پر ودانۍ د شوي برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو د ځواکونو له رسېدو وروسته بریدګر شاتګ ته اړ شوي دي.
د راپورونو له مخې، د جمعې سهار د «سپاهیان میهن» په نوم وسله والې ډلې شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ وسله والو د یفتل ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ او ادعا کېږي چې دغه ودانۍ یې د څو ساعتونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه. دغې ډلې د برید اړوند انځورونه هم خپاره کړي دي.
ځايي سرچینې وایي، طالبانو له برید وروسته په ولسوالۍ کې کور په کور د پلټنې عملیات پیل کړي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي او ځینې طالبان یې هم نیولي دي.
د طالبانو د بدخشان د پولیسو ویاند احسانالله کامګار په یوه پیغام کې ویلي، برید هغه مهال ترسره شوی چې د ولسوالۍ لوړپوړي مسوولان په رخصتۍ کې وو. د هغه په وینا، د طالبانو د مرستندویه ځواکونو له رسېدو وروسته بریدګر په شا وتمبول شول او یو شمېر یې هم نیول شوي دي، خو د نیول شویو او بریدګرو د دقیق شمېر په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
بلخوا، طالبانو ته نږدې اکاونټونو د یو شمېر نیول شویو کسانو انځورونه خپاره کړي او ادعا کوي چې هغوی پر ولسوالۍ د بریدګرو وسله والو غړي دي، خو د دغو کسانو هویت تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
لیکوال:سعید سمیر








