TOOSnews
اعلان
طالب چارواكي: د الشفاء روغتون د ژر فعالېدو لپاره لازم تصميم نيول شوى.
افغانستانټوس نیوز

طالب چارواكي: د الشفاء روغتون د ژر فعالېدو لپاره لازم تصميم نيول شوى.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د الشفاء روغتون (جمهوریت روغتون) د رهبرۍ پلاوي غونډه شوې، چې په کې د روغتون د ساختماني چارو د چټکتیا، طبي تجهیزاتو د برابرولو او د متخصصو ډاکترانو د ګمارنې په اړه بحث شوی دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په غونډه کې د روغتون د ترسره شویو چارو او فعالیتونو راپور وړاندې شو او د ساختماني چارو د پرمختګ او چټکتیا په اړه ارزونه وشوه.

د هغه په وینا، د اکسیجن‌پلانټ د برابرولو، نصب او فعالولو، همداراز د طبي تجهیزاتو د پېرلو او برابرولو موضوعات هم وڅېړل شول.

فطرت زیاته کړې چې د ډاکترانو او متخصصینو پر استخدام او هغوی ته د روزنیزو فرصتونو د برابرولو په اړه هم هراړخیز بحث شوی دی.

د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند په خبره، د غونډې په پای کې د الشفاء روغتون د چارو د چټکتیا، ژر فعالېدو او ګټې اخیستنې ته د سپارلو لپاره «لازم تصمیم» نیول شوی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.