TOOSnews
اعلان
اروپايي اتحادیې د افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر وټاکه.
نړۍټوس نیوز

اروپايي اتحادیې د افغانستان لپاره خپل نوی شارژدافیر وټاکه.

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اروپايي اتحادیې اعلان کړی چې نیکولا بلومو، ایټالوی ډیپلوماټ او د افریقا د چارو پخوانی مسئول، د افغانستان لپاره د دې اتحادیې د استازولۍ د نوي شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی. دا پرېکړه د افغانستان له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته له کابل سره د اروپايي اتحادیې د رسمي اړیکو د کچې د ټیټ ساتلو د پالیسۍ په چوکاټ کې شوې ده.

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو د اقدام خدمت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سفیرانو او استازو نوی لېست یې خپور کړی او په هغه کې د افغانستان لپاره د نوي مسئول په توګه د نیکولا بلومو نوم هم شامل دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړی به د افغانستان اړوند دیپلوماټیکو اړیکو د مدیریت او د پروګرامونو د همغږۍ مسؤلیت پر غاړه ولري.

نیکولا بلومو تر دې وړاندې په روانډا کې د اروپايي اتحادیې د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او اوس مهال د دې اتحادیې په چوکاټ کې د افریقا د چارو د څانګې مشري هم کوي. هغه به اوس د شارژدافیر په کچه د افغانستان دوسیه او اړوندې چارې پرمخ وړي.

په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، اروپايي اتحادیې له افغانستان سره خپلې دیپلوماټیکې اړیکې په څرګند ډول راکمې کړي. له همدې امله یې د سفیر پر ځای د چارو د پرمخ وړلو لپاره د شارژدافیر کچه غوره کړه. دا تګلاره لا هم د اتحادیې د رسمي سیاست یوه برخه ګڼل کېږي.

اوس مهال، ورونیکا بوشکوویچ پوهار، چې د سلوانیا دیپلوماټه ده، په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د موقتي شارژدافیرې په توګه دنده ترسره کوي او د اتحادیې د اړیکو او پروګرامونو د همغږۍ بهیر اداره کوي. په ورته وخت کې، اروپايي اتحادیې ټینګار کړی چې له افغانستان سره به محدود تعاملات دوام ولري، خو د افغانستان په اړه د یوې هراړخیزې ستراتیژۍ د نشتوالي او په کابل کې د دیپلوماټیک حضور د کمښت په اړه نیوکې لا هم روانې دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.