د محمدامین توکليزاده، د تهران د ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال په وینا، د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني مشر علي خامنهای د جنازې مراسم به ښايي د ذیالحجې میاشتې په پای او د محرم میاشتې په پیل کې، شاوخوا دوه اونۍ وروسته، ترسره شي.
توکليزاده د ایران د لویو ښارونو د کلتوري او ټولنیزو کمیسیون په دوه پنځوسمه غونډه کې ویلي چې د دې مراسمو مسوولیت سپاه پاسداران پر غاړه دی او د دې لپاره درې ورځني «د بدرګې» مراسم پلان شوي دي.
د هغه په وینا، د بدرګې له مراسمو وروسته د جنازې لمونځ او د تشییع رسمي مراسم ترسره کېږي او دا پروګرام به په تهران کې لږ تر لږه ۲۴ ساعته دوام ولري. هغه زیاته کړه چې د پلازمېنې لپاره د ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون اټکل او پلان جوړونه روانه ده.
د تهران د ښاروالۍ مرستیال همدارنګه وویل چې د جنازې مراسم په قم او مشهد ښارونو کې هم قطعي شوي او ځینې نور ولایتونه هم غواړي د دې مراسمو د یوې برخې کوربهتوب وکړي.
هغه وویل چې د علي خامنهای د ښخولو ځای، د هغه د وصیت او د نږدې کسانو د سپارښتنو له مخې، د مشهد ښار د امام رضا په حرم کې وي. د هغه په وینا، تمه کېږي چې د بېلابېلو هېوادونو چارواکي او ګډونوال، لکه پاکستان، افغانستان، هند، بنګلهدېش او کشمیر څخه، د دې مراسمو لپاره مشهد ته سفر وکړي.
توکليزاده زیاته کړه چې ځینې ښارونه د لېږد په مسیر کې، لکه قم، کرج، ساوه، گرمسار او سمنان، هم لږ تر لږه یوه ورځ د دې مراسمو د اړوندو پروګرامونو کوربهتوب کوي.
د هغه په وینا، د عراق د خلکو، قبایلو او پارلمان له خوا هم د جنازې د مراسمو د ترسره کېدو غوښتنې مطرح شوې دي، خو دا موضوع لا هم تر غور لاندې ده.
د راپورونو له مخې، علي خامنهای د اسرائیلو او متحده ایالاتو د ایران پر ضد په بریدونو کې وژل شوی دی. همدارنګه د هغه د کورنۍ یو شمېر نور غړي هم وژل شوي او تېره اوونۍ په تهران کې د هغوی لپاره مراسم ترسره شوي وو.
مخکینیو چارواکو ویلي وو چې د جنازې د مراسمو وخت به تر مناسب وضعیت پورې وځنډول شي. په وروستیو ورځو کې هم ټینګار شوی و چې دا مراسم به په غدیر اختر مې او د غبرګولي په ۱۴مه ترسره نه شي.
تر دې مخکې، د اسلامي تبلیغاتو د همغږۍ د شورا د تهران د څانګې مشر محسن محمودي ویلي وو چې د علي خامنهای د جنازې مراسم به پراخ او ستر مراسم وي او له بېلابېلو هېوادونو څخه د ګډون لپاره چمتووالی ښودل شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








