TOOSnews
اعلان
المان په تهران کې د خپل سفارت ټول کارکوونکي له ایرانه وایستل.
نړۍټوس نیوز

المان په تهران کې د خپل سفارت ټول کارکوونکي له ایرانه وایستل.

۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یو جرمني ډیپلومات فونیکس شبکې ته ویلي دي چې په تهران کې د جرمني سفارت ټول کارکوونکي له ایرانه وتلي دي. د دغه چارواکي په وینا، دا اقدام د امنیتي اندېښنو د زیاتېدو او په سیمه کې د متقابل تاوتریخوالي د دوام له امله شوی دی.

په تېرو ورځو کې، بریټانیا هم په تهران کې د خپل سفارت پاتې کارکوونکي له ایرانه ایستلي وو. دا اقدام د امنیتي وضعیت له ارزونې او د سیمې د وضعیت په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته ترسره شو.

تر دې وړاندې سویس، هالنډ او ډنمارک هم د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله په تهران کې د خپلو سفارتونو فعالیتونه درولي وو یا یې د خپلو دیپلوماټیکو فعالیتونو یوه برخه نورو هېوادونو ته لېږدولې وه.

دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د نښتو په دیارلسمه ورځ، متحده ایالاتو د ایران په خاوره کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. په ورته وخت کې، اسلامي جمهوریت هم اعلان کړی چې په اردن او بحرین کې پر ځینو موخو په بریدونو سره یې د امریکا نظامي پوستې او اډې په نښه کړي دي.

د دغو پرمختګونو دوام، د نښتو د لمنې د پراخېدو او د سیمې پر دیپلوماټیکو اړیکو او امنیت باندې د هغوی د اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.