د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د هېوادوالو لپاره د قونسلي خدمتونو د اسانتیا په موخه یې د لومړي ځل لپاره د ولسوالیو په کچه د اسنادو د تصدیق مرکزونه جوړ کړي دي.
دغه وزارت یکشنبې د چنګاښ ۲۸مه، په یوه خبرتیا کې ویلي چې دا مرکزونه د کابل په سروبي او قرهباغ ولسوالیو، د غزني په جاغوري، د بلخ په کلدار (حیرتان)، د ننګرهار په مومندرې (تورخم)، د هرات په شینډنډ، د کندهار په سپینبولدک، د هلمند په ګرشک، د کندز په امامصاحب او د پکتیا په څمکنیو ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه مرکزونه به د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري له لومړۍ نېټې څخه په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړي او هېوادوالو ته به د اسنادو د تصدیق خدمتونه وړاندې کوي.
تر دې وړاندې، خلک اړ وو چې د خپلو اسنادو د تصدیق لپاره په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت یا د ولایتونو په مرکزونو کې د «افغانپوسټ» استازولیو ته مراجعه وکړي. د دغو مرکزونو جوړېدل به د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو ته د اسنادو د تصدیق خدمتونو ته لاسرسی اسانه کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








