TOOSnews
اعلان
طالبانو تخار او بدخشان ته تازه دمي ځواكونه لېږلي.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو تخار او بدخشان ته تازه دمي ځواكونه لېږلي.

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینو د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) ویلي، طالبانو په تېرو دوو ورځو کې خپل ځواکونه په شخصي موټرو کې د تخار چاه‌اب ولسوالۍ، د بدخشان درواز ولسوالۍ او د فیض‌اباد ښار ته استولي دي. طالبانو تر اوسه د دغو پوځي خوځښتونو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

د بدخشان د درواز، فیض‌اباد او د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، په دې سیمو کې د طالبانو پوځي خوځښتونه زیات شوي او تازه دمي ځواکونه ور رسېدلي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو خپل ځواکونه په ۲۵ موټرو کې د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ ته لېږدولي دي. همدارنګه، لس شخصي لېنډکروزر موټر، چې غیر بومي وسله‌وال پکې سپاره وو، د بدخشان درواز ولسوالۍ ته رسېدلي دي. ویل کېږي چې یو شمېر نور طالب ځواکونه هم له کابل څخه د بدخشان مرکز فیض‌اباد ته رسېدلي دي.

که څه هم د دغو ځواکونو د استولو اصلي لامل نه دی څرګند شوی، خو تر دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې د تخار د چاه‌اب ولسوالۍ په ځینو برخو کې خلکو د سرو زرو د کانونو د استخراج چارې درولې وې.

همدارنګه، د روان کال د چنګاښ په ۲۴مه هم راپورونه ورکړل شوي وو چې د بدخشان د درواز د قطقطي کان په ګډون د سیمې ټول کانونه یو ځل بیا تړل شوي او د مایمیک کان په سیمه کې د ځايي اوسېدونکو او طالب ځواکونو ترمنځ نښتې شوې وې.

د سرچینو په وینا، د بدخشان د سرو زرو د کانونو د کنټرول او مدیریت پر سر شخړه له څو میاشتو راهیسې روانه ده. ویل کېږي، د کانونو د سیمو د وېش او د استخراج د حق پر سر د طالبانو او ځايي اوسېدونکو ترمنځ اختلافونه د دې کړکېچ اصلي لامل بلل کېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.