د یفتل ولسوالۍ له څو ساعته سقوط څخه درې ورځې وروسته، طالبانو د بدخشان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د سیمهییزې ادارې، امنیه قوماندانۍ او استخباراتي مدیریتونو په کچه پراخ بدلونونه راوستي دي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، د نسي، شکي، جرم، شهربزرګ، کشم، ارګو، یفتل او یو شمېر نورو ولسوالیو په دولتي پوستونو کې نوې ګمارنې او بدلونونه شوي دي.
ویل کېږي، دا بدلونونه د «سپاهي میهن» په نوم د یوې نوې وسلهوالې ډلې له ناڅاپي برید وروسته ترسره شوي؛ هغه برید چې د جمعې په سهار یې د یفتل ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له کنټرول څخه وایسته.
سرچینې وایي، مولوي قدیر غفوري د یفتل د نوي ولسوال او جهانخان نوري د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي. همدارنګه، عبدالوهاب فاروقي د شهربزرګ ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.
د نسي ولسوالۍ لپاره سمیعالله رسولي د ولسوال او حیاتالله الماس د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي، او شمسالله خالد د جرم ولسوالۍ د امنیه قوماندان دنده پر غاړه اخیستې ده.
د راپورونو له مخې، دغه بدلونونه وروسته له هغې ترسره شول چې په وروستیو اونیو کې د نسي ولسوالۍ دننه د طالبانو خپلمنځي اختلافات زیات شول. ویل کېږي، سیمهییز قوماندان جمعهخان فاتح د ډلې د ځینو لوړپوړو چارواکو د امرونو له منلو ډډه کړې وه.
د څو اونیو خبرو اترو او د طالبانو د لوی درستیز په منځګړیتوب، جمعهخان فاتح په پای کې له بدخشان څخه کابل ته ولېږدول شو.
لیکوال:سعید سمیر








