ډونالډ ټرامپ،د امریکا ولسمشر،ټام باراک په ترکیه کې د خپل هېواد سفیر د سوریې او عراق لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
د امریکا ولسمشر یکشنبې، د غبرګولي ۱۰مه په اېکس کې لیکلي چې ټام باراک به د سوریې او عراق له حکومتونو سره د امریکا ستراتیژیکې همکارۍ پرمخ یوسي.
ټرمپ همداراز ټینګار کړی چې ټام باراک به په ترکیه کې د امریکا د سفیر په توګه خپلې دندې ته هم دوام ورکړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له بشپړ ملاتړ څخه به برخمن وي.
ټام باراک، امریکایي پانګوال او سیاستوال، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې ملګرو او ملاتړو څخه ګڼل کېږي او د ۲۰۲۴ کال د ټاکنیز کمپاین په مالي ملاتړ کې یې مهم رول لوبولی و.
هغه په ۲۰۲۵ کال کې په ترکیه کې د امریکا د سفیر په توګه وټاکل شو او هممهاله یې د سوریې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي دنده هم ترسره کوله.
دوه ورځې وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر،مارکو روبیو، اعلان وکړ چې ټام باراک په سوریه کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه ارزښتناک رول لوبولی، خو د دې دندې موده پای ته رسېږي. هغه زیاته کړه چې ټام باراک به د ټرمپ د ادارې لپاره په سوریه او عراق کې د مشرتابه رول ته دوام ورکړي.
روبیو یوه ورځ وړاندې هم په اېکس کې لیکلي وو: «سفیر ټام باراک د سوریې په اړه د خبرو اترو له مهمو لورو او د عراق په چارو کې د باور وړ شخصیتونو څخه و او لا هم دی.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «هغه به نه یوازې زموږ د سفیر په توګه په د ترکیې جمهوریت کې، بلکې د سوریې له حکومت سره د ولسمشر د ستراتیژیکو همکاریو په پرمختګ او له نوي عراقي حکومت سره زموږ د کار په پیل کې هم حیاتي رول ولوبوي.»
د امریکا حکومت په سوریه کې د «هیئت تحریر الشام» ډلې د مشر، احمد الشرع، له واک ته رسېدو او د بشار الاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، له نوي سوریایي حکومت سره نږدې اړیکې ساتلې دي.
ډونالډ ټرامپ د احمد الشرع پر ضد بندیزونه لرې کړل او له هغه سره یې په سپینه ماڼۍ کې لیدنه وکړه.
د امریکا حکومت د عراق په سیاسي چارو کې هم فعال رول لري، او ډونالډ ټرمپ په ښکاره توګه د نوري المالکي د بیا واکمنېدو له هڅو سره مخالفت څرګند کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








