د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د جګړې دوام میلیونونه نور خلک د لوږې له جدي ګواښ سره مخ کوي. د دې ادارې په وینا، د سون توکو او ترانسپورټ د لګښتونو زیاتوالي د خوراکي توکو بیې لوړې کړې دي، او په ورته وخت کې د مالي سرچینو کمښت مرستندویه بنسټونه اړ کړي چې د خپلو مرستو یوه برخه راکمه کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام د ارزونې له مخې، د افغانستان، سومالیا او سریلانکا کورنۍ د دې بحران پر وړاندې له تر ټولو زیانمنو ډلو څخه دي. دغه اداره وایي چې د سون توکو د بیو لوړوالی، د خوراکي توکو د نرخونو زیاتوالی، د عوایدو کمښت او د سوداګرۍ ګډوډي پر دغو هېوادونو سخت اقتصادي او معیشتي فشارونه راوړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په منځني ختیځ کې سیمهییزه جګړه او د مهمو سمندري لارو، په ځانګړې توګه د هرمز تنګي، ګډوډي د انرژۍ د جریان او نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو د محدودېدو لامل شوي دي. دې وضعیت د توکو او بشري مرستو د لېږد لګښتونه د پام وړ لوړ کړي دي.
دې سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې که د تېلو بیه د هر بېرل په سر شاوخوا ۱۰۰ ډالره پاتې شي، نو تر ۴۵ میلیونو پورې خلک به د خوراکي توکو له سخت کمښت او د لوږې له خطر سره مخ شي. اوس د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د دې سناریو د رښتیا کېدو نښې نښانې څرګندېږي.
د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په سومالیا کې شاوخوا ۶.۵ میلیونه کسان، چې د هېواد نږدې درېیمه برخه نفوس جوړوي، له سختې لوږې سره مخ وي. همدارنګه په افغانستان کې به ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوراکي توکو د کمښت له اغېزو سره مخامخ شي.
دغه اداره خبرداری ورکوي چې که اوسني خنډونه دوام ومومي، وضعیت به لا پسې خراب شي. په داسې حالاتو کې به په سومالیا کې ۲.۵ میلیونه نور کسان او په افغانستان کې ۲.۳ میلیونه نور کسان هم له سختې خوراکي ناامنۍ او د لوږې له ګواښ سره مخ شي. دواړه هېوادونه د خوراکي توکو او انرژۍ وارداتو ته د پام وړ اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام همدارنګه د خپلو بشري فعالیتونو د دوام لپاره د بودجې له سخت کمښت څخه خبر ورکړی دی. دا اداره اټکل کوي چې په ۲۰۲۶ کال کې به د هغو کسانو شمېر چې له دې پروګرام څخه مرسته ترلاسه کوي، لږ تر لږه ۱.۵ میلیونه کسان کم شي، او که بحران نور شپږ میاشتې هم دوام وکړي، دا شمېر به ۹ میلیونو کسانو ته ورسېږي.
په افغانستان کې د سون توکو د بیو شدید زیاتوالي د بشري مرستو د لېږد لګښتونه تر پنځه برابره لوړ کړي دي. سربېره پر دې، د مرستو د رسولو موده چې پخوا شاوخوا ۱۰ ورځې وه، اوس د بدیلو لارو د کارولو له امله کله ناکله تر ۷۵ ورځو پورې رسېږي.
د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي چې په سومالیا کې د الوتکو د سون توکو د بیو لوړوالي د ملګرو ملتونو د بشري الوتنو لګښتونه په بېساري ډول زیات کړي دي. دا الوتنې د سومالیا په ډېرو لرې پرتو سیمو کې د بشري مرستو د رسولو یوازینۍ خوندي لاره ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








