TOOSnews
اعلان
ملګري ملتونه: د افغانستان ښارونه د برېښنا له جدي كمښت سره مخ دي.
افغانستانټوس نیوز

ملګري ملتونه: د افغانستان ښارونه د برېښنا له جدي كمښت سره مخ دي.

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو ادارې (یواین-هابیتات) ویلي، چې د افغانستان ډېری ښارونه د برېښنا له سخت کمښت سره مخ دي او پرله‌پسې پرچاوۍ د خلکو پر ورځني ژوند، زده‌کړو او سوداګریزو فعالیتونو منفي اغېزې کړي دي.

یواین-هابیتات په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د برېښنا د روان بحران د حل لپاره پر نوي کېدونکې انرژۍ، په ځانګړې توګه د لمریزې برېښنا پر سیستمونو پانګونه اړینه ده، څو باثباته او پایښت لرونکي ښارونه رامنځته شي.

دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې د دوبي په موسم کې د کابل په ګډون د بلخ، کندهار، ننګرهار او یو شمېر نورو لویو ښارونو اوسېدونکي د برېښنا له دوامداره پرې کېدو شکایت کوي او وايي، دغه وضعیت یې ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.