TOOSnews
اعلان
د امریکا فدرالي قاضي  د رحمان‌الله لکڼوال د جبري تغذیې او درملنې امر وکړ.
نړۍټوس نیوز

د امریکا فدرالي قاضي د رحمان‌الله لکڼوال د جبري تغذیې او درملنې امر وکړ.

۱۱ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

یوه فدرالي قاضي په متحده ایالاتو کې امر کړی چې رحمان‌الله لکڼوال، هغه افغان تبعه چې د یوه امریکايي سرتېري د وژلو او د بل امریکايي سرتېري د ټپي کولو تور پرې لګېدلی، په جبري ډول تغذیه او تر طبي درملنې لاندې ونیول شي.

د محکمې د اسنادو له مخې، لکڼوال له څو میاشتو راهیسې په توقیف کې د نه خوړلو اعتصاب کړی او په ځینو پړاوونو کې یې حتی له اوبو څښلو څخه هم ډډه کړې ده. امریکايي قضايي چارواکو د هغه د جسمي وضعیت د خرابېدو او د دې حالت د دوام د احتمالي پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د متحده ایالاتو د فدرالي محکمې قاضي امیټ مهتا په خپل حکم کې ویلي چې جبري تغذیه او طبي درملنه د لکڼوال د ژوند د ژغورلو او د هغه د روغتیايي وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي. دغه اقدامات به تر هغه دوام ولري چې نوموړی په خپله خوښه خواړه او مایعات مصرف کړي، طبي درملنه ومني او د هغه د ژوند ګواښ له منځه ولاړ شي.

د صادر شوي حکم له مخې، د جبري تغذیې او درملنې امر به د اکتوبر تر ۲۸مې نېټې پورې نافذ وي. محکمې په دې پرېکړه کې د لکڼوال جسمي وضعیت او د اعتصاب د دوام له امله رامنځته کېدونکي خطرونه په پام کې نیولي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت تر دې وړاندې ویلي وو چې لکڼوال د جولای په ۹مه، د خپل روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته، روغتون ته انتقال شوی و. د دغه وزارت په وینا، هغه د جون له میاشتې راهیسې د خوړو له خوړلو ډډه کړې وه او د دې حالت دوام یې ژوند له جدي خطر سره مخ کولی شو.

رحمان‌الله لکڼوال تورن دی چې د تېر کال په نومبر میاشت کې، سپینې ماڼۍ ته څېرمه، په یوه وسله‌وال برید کې سارا بکسټروم، چې د امریکا د ملي ګارد غړې وه، وژلې او اندرو ولف، چې د دغه ځواک بل غړی و، سخت ټپي کړی دی.

امریکايي څارنوالانو پر لکڼوال دا تور هم لګولی چې هڅه یې کړې چې هغه دوه سرتېري چې د څارنوالانو په وینا، د پېښې په ځای کې د هغه د مهارولو لپاره ورغلي وو هم ووژني.

لکڼوال پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او ځان یې بې‌ګناه بللی دی. د هغه دوسیه له ۱۰ څخه زیات فدرالي تورونه لري، چې پکې قتل، د قتل هڅه او د وسلې د کارونې اړوند جرمونه شامل دي.

د امریکا د عدلیې وزارت دا موضوع هم څېړي چې ایا په دې قضیه کې د اعدام د سزا غوښتنه وکړي که نه. د قضیې قضايي بهیر لا هم روان دی او تر اوسه پر لکڼوال لګېدلي تورونه په محکمه کې نه دي ثابت شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.